د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خوجه یوف سره کتلي دي. په دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې کړې دي. ازبکستاني لوري ویلي، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي چې پکې د جلغوزیو او پنبې د پروسس کارخونې، د بستهبندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یو شمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي. همدا راز یې د سمنګان د سمنټو په تولیدي کارخونه او د نفتو او ګازو په را ایستنه کې د پانګونې په اړه هم خبرې وکړې.