د امریکال ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندولو کې ویلي، چې امریکا له اوکراین سره یوې هوکړې ته نږدې شوې ده چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د هڅو د یوې برخې په توګه د دغه هېواد له معدني سرچینو څخه عواید ترلاسه کړي. هغه ویلي، امریکا ۳۵۰ میلیارده ډالره مرسته وکړه ځکه چې موږ یو احمق او بې کفایته ولسمشر او حکومت درلود. اروپا اوکراين ته خپلې مرستې د پور په بڼه ورکړې، نو دوی خپلې پيسې بېرته ترلاسه کوي. مګر موږ دا پیسې پرته له کومې تمې ورکړې دي. نو موږ غواړو چې د ټولو پیسو لپاره یو څه خو بیرته ترلاسه کړو. زه به هڅه وکړم چې جګړه پای ته ورسوم او د دې وژنې مخه ونیسم. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې زه د همدې دلیل لپاره، غواړم د معدني سرچینو او تیلو یا هر هغه څه غوښتنه وکړم چې موږ یې ترلاسه کولی شو.