د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دې خپله ژبه نرمه کړي او پر امریکا دې نیوکې نهکوي. والټز همداراز د روسیې او امریکا خبرو په اړه هم ویلي چې اوکراین او اروپايي ملګري به یې، د خبرو راتلونکي پړاو کې ګډون ولري. نوموړي له اوکراین دا هم غوښتي چې د دغه هېواد د کمیابه کانونو د هوکړې لاسلیک په اړه خپله کره ارزونه وکړي. اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا لهخوا د دغه هېواد له طبیعي سرچینو د ګټېاخیستنې وړاندیز رد کړی دی. امریکا وړاندیز کړی چې د اوکراین له منرالونو به ګټه اخلي او په بدل کې به یې، دغه هېواد اوکراین ته د دفاع لپاره پوځي مرسته کوي.