المان کې نن سراسري ټاکنې پیل شوې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، سروې ښیي چې دغو ټاکنو کې د فریدریچ مرټز په مشرۍ محافظه کاره ګوند مخکښ دی، خو د حکومتولۍ لپاره به پوره رایې ترلاسه نه کړي او له نورو ګوندونو سره به ایتلاف کولو ته اړ شي. راپور کاږي چې په وروستۍ ټولپوښتنه کې یوازې ۲۷ سلنه المانیان راتلونکي کې پرمختګ ته هیله من دي، چې دغه شمېر تېر کال ۴۲ سلنه و.