اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي په لغمان ولایت کې ۲۸ لرغونې او تاریخي سیمې ثبت کړې دي. دغه لرغونې ساحې یې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت کړې چې له ډلې يې درې لرغونې ساحې په مهترلام ښار، شپږ ساحې په قرغیو، څوارلس لرغونې ساحې په علینګار او څلور نورې یې په علیشنګ ولسوالۍ کې ثبت او پېژندلې دي. همداراز په علیشنګ ولسوالۍ کې درې کتیبې هم موندل شوې چې د براهمي سارادا رسم الخط لري. دغه کتیبې تر اوسه نه دي لوستل شوې او لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري؛ خو سروې شوې ساحې تر ډېره له اسلام څخه مخکې دورې پورې تړاو لري، چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.