د امريکا د نوي حکومت د واکمنېدو په لومړۍ مياشت کې د چين سي جي ټي ان د چين د ژن مين له پوهنتون سره په نوې زمانه کې د نړيوالو رسنيو د څېړنيز انسټيټيوټ له لارې د نړۍ د ۳۸ هېوادونو د ۷۵۸۶ کسانو پر وړاندې ګډه سروې تر سره کړې ده. د سروې د پایلې له مخې د امريکا نوی حکومت له ځینو نړیوالو تړونونو او ګروپونو څخه وتلی او له نورو هېوادونو سره سوداګريزې کشالې يې جوړې کړې چې همداسې کړنې يې د نړيوالو پراخې نيوکې راپارولې دي.
د يادې سروې ۶۳،۷ سلنې ګډونوالو په اند، له ځينو نړیوالو ګروپونو او تړونونو څخه د امريکا د نوي حکومت د وتلو کړنې پر نړیوالې ادارې منفي اغېزه کړې، د امريکا د ملګرو هېوادونو کې دغه شمېر ۶۶،۷ سلنې ته رسېدلی دی. سربېره پر دې د سروې ۶۳،۳ سلنې ګډونوالو په اند د امريکا د اوسني حکومت هغه پاليسۍ چې امريکايي ګټو ته لومړيتوب ورکوي، په چټکۍ سره نړيوال اقتصاد ويجاړ کړی چې د بيا سمسورتيا حالت يې کمزوری دی. د سروې ۵۸،۴ سلنې ګډونوالو په اند د امريکا سوداګرۍ ساتونکې تګلاره به د خپلو هېوادونو اقتصادي پرمختګ مخه ونيسي.