د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په موسی قلعه، سنګین، کجکي، او نوزاد ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالومالوماتو له مخې په یادو بڼونو کې کروندګرو ته د اړتیا وړ نیالګي، چې پکې انځر، انار، انګور، شفتالو، بادام او املوک شامل دي، په وړیا ډول وېشل کېږي. سرچینه زیاتوي، چې کروندګرو ته به د کرنې اړوند یو شمېر وسایل او تجهیزات هم ورکړل شي، او د بڼونو د مسلکي روزنې په برخه کې به ورته لازمه روزنه هم ورکړل شي، تر څو وکولای شي خپل بڼونه په مسلکي ډول وساتي. د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د (ډاکار) موسسې په تخنیکي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) او د جاپان هېواد په مالي ملاتړ ترسره کېږي.