د چمپينز ټرافي سیالیو په لړ کې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه. په دې لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه. هند ټاکل هدف په ۴۳م اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ. د هند لپاره ویرات کولي په ۱۱۱ توپونو سل ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. دا د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د پاکستان دویمه پرلپسې ماتې ده. په لومړۍ لوبې کې څو ورځې مخکې نیوزلنډ د کراچۍ په ښار کې ماتې ورکړه. که سبا نیوزلنډ له بنګله دېش څخه لوبه وګټي، پاکستان د چمپینز ټرافي له سیالیو څخه هم بهر کېږي. او که بنګله دېش وګټله او پاکستان هم په خپلې وروستۍ ګروپي لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، بیا به د دغو دریو لوبډلو په منځ کې د منډو لوړ اوسط لرونکې لوبډله نیمه پایلوبو ته وځي.