د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که په استعفا یې په اوکراین کې سوله ډاډمنېږي، تیار دی چې دا کار وکړي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې چمتو دی په ناټو کې د غړیتوب په بدل کې استعفا ورکړي. له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېست ویلي و چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب «ناشونی» دی. پر زیلینسکي د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکې دوام لري او نوموړی یې په اوکراین کې د جګړې عامل بللی دی. د یادونې وړ ده چې مسکو تېره شپه پر کییف د کابو ۲۶۷ بې پيلوټه الوتکو ګوزارونه کړي دي. بلخوا زیلینسکي زیاته کړې چې «موږ باید خپله ټوله هڅه وکړو چې په اوکرایین کې عادلانه سوله رامنځته کړو.