د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې د محمد هوتک د مقبرې د رغولو اراده لري. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې لمخې، هغه دا موضوع د محمد هوتک د مقبرې د لیدنې پر مهال مطرح کړې او دغه ځای یې د زابل لپاره یو مهم تاریخي میراث بللی دی. محمد هوتک د هوتکیانو د دورې نومیالی شاعر، لیکوال او تاریخلیکونکی و چې د خپل مشهور اثر “پټې خزانه” په لیکلو سره یې د پښتو ادب او شاعرانو په ساتنه او پېژندګلوي کې مهم رول لوبولی دی.