د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې د دغه وزارت له لوري، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د هېواد په ۱۶ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) واکسین کمپاین نن پیل شو چې په بهیر کې به یې شاوخوا ۶.۳ میلیونه له پنځه کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین تطبیق شي. ډاکټر زمان په خپل پیغام کې د هېواد له قومي مشرانو، مخورو او علماوو څخه غوښتي چې په خپلو سیمو کې د عامې روغتیا وزارت له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، ترڅو دغه وزارت وکولای شي د واکسین په ښه تطبیق سره، په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.