د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري محمد محمد نعیم د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د «کوپ ۲۹» غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د اذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه. په ورته وخت کې محمدوف د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه کړې او ویلي يې دې، چې اذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.