په کابل کې د جاپان سفیر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ( یو این ایچ سي ار) مشر، افغانستان ته د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو د ملاتړ په موخه د ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا هوکړه له بیاراستنېدونکو، بېځایه شویو افغانانو او د هغوی له کوربه سیمو څخه د ملاتړ په موخه لاسلیک شوې ده. د یاد بنسټ په خبره یادو کسانو ته به د ورېښمو تولید او غالۍ اوبدلو، د شنو خونو جوړولو او لبنیاتو تولیدولو اسانتیاوې برابرې شي. د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاته کړې چې د دې هوکړې موخه د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا او په افغانستان کې د اړمنو وګړو لپاره د کاري بوختیاوو رامنځته کول دي.