پاکستاني رسنیو ویلي، چې پرون د شمالي وزیرستان په سپین وام تحصیل سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید په پایله کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان دي. دغه برید سهار وختي د سپین وام په درویشتا سیمه کې شوی دی. د راپور له مخې، تر برید وروسته د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې، چې دواړو خواوو په کې سپکې او درنې وسلې کارولي دي. سرچینو دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونو په دغې پېښه کې درې وسلهوال هم وژلي دي. لا تر اوسه پورې د پاکستان پوځ د دغې پېښې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.