د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د تورخم لارې بندېدو له امله نه یوازې افغان سوداګرو بلکې پاکستاني سوداګرو ته هم د ورځې تېرېدو سره پراخ تاوان رسېږي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړی خانجان الکوزي وویل، چې د دواړو هېوادو ترمنځ باید سوداګري له سیاسته جلا وي. هغه وویل افغانستان د بدیلو لارو موندلو هڅه کوي او په دې لړ کې د سوداګرۍ لویه برخه اوس د ایران له لارې کېږي. پاکستاني لوري درې ورځې وړاندې د تورخم دروازه هغه مهال وتړله، چې د سرپرست حکومت ځواکونه د ډيورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.