د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړېدو سره ۵۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس قسمت الله مبارز ویلي، چې د دغه ولایت په مومندرې، لعل پورې او سپین غر ولسوالیو کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۱۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړېدو د سیمې ۵۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.