د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد په مالي ملاتړ د کرکټ یو لوبغالی جوړېږي. د ننګرهار د کرنې ریاست ویلي، چې نوموړي د دې لوبغالي جوړولو لپاره له یاد ریاست څخه د ۳۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن نوموړي ته د اصولو مطابق د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. قیس احمد ویلي، چې یاد لوبغالی د نشه يي توکو سره د مبارزې او د کرکټ د پرمختګ لپاره جوړوي، چې په کې به د لوبو میدان، کرکټ اکاډمي، جیم، حوض او د لوبغاړو لپاره نور اړین اسانتیاوې ولري.