د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په تېره سلواغې میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې درې سلنه او د غیرخوراکي توکو په بیو کې بیا دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی. سرچینه زیاتوي چې په غلو دانو کې ۵.۹ سلنه، په غوښه کې ۵.۴ سلنه، د شکرو او شیریني په بیو کې ۵.۲ سلنه، همدارنګه د جامو او البسې په بیو کې ۵.۰ سلنه او د کور د سامان په بیو کې ۳.۴ سلنه سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال په سلواغې میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۷۴.۷ افغانۍ او مرغومي میاشت کې ۷۱.۶ افغانۍ و چې د مرغومي میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۴.۴ سلنه کموالی راغلی دی.