د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې او ۷ نوري یې تعدیل شوې دي. دغو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ټرانسپورټي ترمینل جوړول، د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند تفصلي ډیزاین پروژې پیل شامل دي. دغه راز یادو پروژو کې کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړولو پروژې شاملې دي چې د سرپرست حکومت له لوري تمویلېږي.