د کابل والي امین الله عبید د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال سره په کتنه کې کابل کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړي دي. د کابل ولایت د دفتر د اعلامیې پر بنسټ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال احمد زاهد احمدزي په دغه کتنه کې کابل کې د بې روزګارۍ له منځه وړلو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدو ډاډ ورکړی دی.