د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف تهران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر، مسعود پزشکیان او بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي سره کتلي دي. رویټرز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له قوله لیکلي، په دغو کتنو او خبرو اترو کې د اټومي پروګرام په اړه د دواړو لورو ترمنځ همغږي ښودل شوې ده. د دغو خبرو سربېره د اعلامیې پر بنسټ، د دواړو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د سیمې پر مسایلو هم پراخ بحثونه او خبرې شوې دي.