د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکیماتو پروژه د تخار په درقد ولسوالۍ کې پیل شوه. د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس په خبره په پام کې ده چې دغه پروژه تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړه شي. بل پلو د تخار د درقد ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې د اوبو راپورته کېدو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه زیانمېږي او ددغې پروژې له پلې کېدو هرکلی کوي. د دغې پروژو د چارو پیل سره ځینو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. درقد د تخار هغه ولسوالۍ ده چې د امو سیند پر غاړه موقعیت لري او تل د اوبو راپورته کېدو له ګواښ سره مخ ده. مسوولین وايي د دغې پروژې د چارو بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او کورونه د اوبو راپورته کېدو له ګواښ څخه خوندي شي.