د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د کابل-ګردیز لاره چې د واورې ښویېدو له امله تړل شوې وه، له واورو پاکه او د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه. مسوولین زیاتوي چې، هڅې روانې دي څو د لوګر د ازرې او خروار ولسوالیو لارې هم د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.