د پاکستان ګمرکي چارواکو خبر ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی. د تورخم دروازه، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځې راهیسې تړل شوې ده. د دې لارې د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل شوې ده. د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده لرلې. په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.