د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د نوبتي خبري ناستې مشري وکړه.
ویاند په دې غونډه کې د یوه خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ټرمپ حکومت د ۵ميليارډ او ۳۰۰ميليونه ډالرو په اندازه د بهرنيو مرستو پيسې ازادې کړې، چې د چين له تايوان سيمې سره د نظامي مرستې لپاره د ۸۷۰ميليونه ډالرو پيسې پکې شاملې دي چين په دې هکله څه نظر لري وویل:موږ دغه خبر ته جدي پاملرنه کوو، د چين تايوان سيمې ته د امریکا نظامي مرستې د يو چين پېژندنې د اصل او د چين او امريکې د درېيو ګډو اعلاميو پر خلاف عمل دی، د چين پر ملي حاکميت او امنيت سخت تيری کوي او د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو ته ناسم پيغام ورکړی.
ده زیاته کړه چې چین د امریکا له دې اقدام سره ټينګ مخالفت کوي او پر امريکې غږ کوي، چې د تايوان د وسله وال کېدو کړنه ختمه کړي او د تايوان تنګي سوله او ثبات دې خراب نه کړي.