د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې ټليفوني خبرې کړي او په خبرو کې يې درېيو مهمو ټکو ته اشاره کړې، چې د نړيوالې ټولنې پراخه پاملرنه يې راجلب کړې ده.
۱. د چين او روسيې ترمنځ اړيکې پخې او ثابتې دي
شي جين پينګ د سږکال د جنورۍ په ۲۱مې نېټې له پوتين سره په انلاين خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ کلنی پلان بیان کړی و.
اوسمهال نړيوال وضعيت او د دواړو هېوادونو د پرمختګ په بهرني چاپېريال کې نوي بدلونونه تر سترګو کېږي، نو ځکه دواړو مشرانو شاوخوا میاشت وروسته يو ځل بیا خبرې او نظرتبادلې کړې دي.
شي جين پينګ له خپل روسي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې قوي خوځند ځواک او ځانګړی ستراتيژيک ارزښت لري او دا به د درېيمې خوا پر ضد ونه کارول شي او نه به هم درېيم لوری پرې اغېزه ولري. پوتين ويلي، چې هېواد يې له چين سره اړيکو ته وده ورکوي او دا یې اوږدمهاله ستراتيژيک انتخاب ياد کړی، چې د بهرنيو عواملو تر اغېزې لاندې به را نشي.
په بدلېدونکي بهرني چاپېريال کې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې نورې هم پخې او ثابتې شوې دي. چين او روسيه يو د بل تر ټولو لوی ګاونډي هېوادونه دي او په تېرو څو کلونو کې يې د نړيوال وضعيت له بدلونونو سره سره لوړ متقابل ستراتيژيک اعتبار او همکارۍ ساتلې دي.
شي جين پينګ د چين او روسيې د پرمختګ ستراتيژۍ او د ډيپلوماتيکه پاليسي اوږدمهاله بللې او په خبره یې، د نړیوال وضعيت له بدلونونو سره سره پرمختګ موندلی شي.
۲. چین او روسيه په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکاريو ته ثابت پرمختګ ورکوي
شي جين پينګ له روسي سیال سره په ټليفوني خبرو کې تاريخ او واقعيتونو ته په کتو ويلي، چې چين او روسيه ښه ګاونډي هېوادونه او يو د بل رښتيني ملګري دي او يو له بل څخه یې هميشه ملاتړ کړی دی.
د چين او روسیې بېلا بېلې ادارې د دواړو مشرانو د ګډو هوکړو له مخې همغږي او همکارۍ لري او د سوداګرۍ په شمول بېلا بېلې همکارۍ او لوی همکاريز پروګرامونه يې فعال او ثابت روان دي. همدا راز، دواړه خواوې به په دوامدار ډول د کمربند او لارې وړانديز د اروپا او اسيا له اقتصادي اتحاد سره پيوست کړي او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي.
چين او روسيه به د امنیت شورا د دايمي غړيو هېوادونو او د نړۍ د لويو هېوادونو په توګه د ملګرو ملتونو، برېکس، شانګهای همکارۍ سازمان په څواړخيز چوکاټونو کې نظر تبادلې او همکارۍ لا نژدې کړي.
۳. چين او روسيه د مهمو مسئلو په اړه پر وخت خبرې او همغږي لري
د روسيې او امريکې لوړپوړيو استازو د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او د روسيې او اوکراين د کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي. پوتين له شي جين پينګ سره په ټليفوني خبرو کې د روسيې او امريکې د تماسونو وروستي معلومات او د اوکراين مسئلې په اړه د روسيې اصل او دريځ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د روسيې او اوکراين ترمنځ د روان کړکېچ د رېښې د له منځه وړلو او د تلپاتې او دايمي سوله ييز پلان لپاره هڅې کوي.
شي جين پينګ د ولاديمير پوتين پر يادې خبرې، چې روسيه او اړوند خواوې د اوکراين کړکېچ لپاره هڅې کوي، خوښي ښودلې ده.
د چين او روسيې اړيکې به د مشرانو د لارښوونو تر چتر لاندې سالم او ثابت پرمختګ وکړي او د نړيوالو اړيکو د پرمختګ لپاره به ثابت او مثبت ځواک برابر کړي.