د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي ترکیې ته په سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له مرستیال او کابل کې د پخواني سفیر، جهاد ارګنای سره کتلي دي. په دغه کتنه کې دواړو لورو په دوو اړخيزو اړيکو کې پر وروستيو پرمختګونو، راتلونکو ګامونو، سوداګریز او ټرانزيټي فرصتونو او د دوې اړخيزې لېوالتيا وړ ګڼو نورو مسايلو په تړاو خبرې کړې دي. جلالي همدا راز د هېواد د بهرنيو چارو د سرپرست وزير پيغام چې خپل ترکي سيال ته يې ليکلی و، ترکي لوري ته سپارلی دی.