د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکو په هغې غونډه کې چې، د اهل تشیع د عالي کمېسیون له لوري د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، د هېوادوالو پر یووالي او د یو بل پر منلو ټینګار وکړ. اقتصادي مرستیال دغې غونډې ته وویل، چې سرپرست حکومت د قومونو تنوع ته د ملي یووالي د سمبول په سترګه ګوري او پر ساتنې یې ټینګار کوي. په دغه غونډه کې یو شمېر شیعه ګانو هم د خلکو مشروع غوښتنو ته پر رسېدنې ټینګار کړی. دوی دغه راز د ملي یووالي ټینګښت او د خلکو تر منځ د تفرقې مخنیوی مهم بللي.