د کډوالۍ نړۍوال سازمان په تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې تېر زیږیز کال ۹ میلیونه کسان د اقلیمي ګواښونو له امله اغېزمن شوي دي. راپور وايي، په دوی کې په تېرو درېیو کلونو کې ۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي، ۴۰۰ زرو کسانو کورونه او شتمنۍ له لاسه ورکړي او ۱۴ زره شاوخوا ته د طبیعي پېښو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي افغانستان کې ۷۳ سلنې دندې د اقلیم اړوند دي او راتلونکی اقلیم بدلون به ۱۱ میلیونه افغانان له ګواښ سره مخ کړي چې ډېری یې په جوزجان، غور او خوست کې دي.