د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې لومړۍ ناسته کې د وینا پرمهال ویلي چې اوکراین دې له ناټو سره د یوځای کېدو خوب نهویني. ټرمپ د کابینې په لومړۍ ناسته کې پرته له دې چې د اوکراین او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې په اړه جزییات ورکړي، وویل: «اوکراین دې له ناټو سره یوځایکېدل هېر کړي.» نوموړي ټينګار کړی چې پر اوکراین د روسیې برید هم د همدې موضوع له امله دی. ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري. تمه ده چې د دې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه هوکړه هم لاسلیک شي چې پر بنسټ به یې، امریکا د اوکراین ملاتړ وکړي او بدل کې به یې، د دغه هېواد له کاني منرالونو ګټه واخلي.