د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې ټول هېواد کې د بیو د کنټرول ټیمونه فعال دي او په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې کنټرولیږي. عزیزي یاده موضوع د اصنافو له استازو او د دې وزارت له ولایتي رییسانو سره د بازارونو د ارزونې او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه جوړه شوې غونډه کې یاده کړې ده. نوموړي له ولایتي ریاستونو غوښتي، چې بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي.