د روسیې یو مرکچي پلاوی د ترکیې اسټانبول ښار ته رسېدلی، څو د امریکا او د دغه هېواد د سفارتخونو اړوند ستونزو حل لپاره له امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي. د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو د یادو خبرو په اړه ویلي چې په دې ناسته کې به د اوکراین جګړې، امنیت او سیاستونو په اړه خبرې ونهشي او یوازې د سفارتخونو د فعالیتونو ښهوالي په اړه خبرې کېږي. ترکیه کې دغه خبرې د ټرمپ او پوتین له ټیلیفوني خبرو او سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې په اړه د امریکا او روسیې د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېږي.