په غزني ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړنکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي. سرحدي زیاته کړې، چې دویمه پېښه په همدې لاره د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو مسافر وړونکو موټرونو د ټکر رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي. د دغو پېښو لامل د موټرچلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده