په ننګرهار ولایت کې خلک د روژې په رارسېدو سره د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو څخه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، چې د بېلابېلو توکو تر څنګ د سبزیو په بیو کې هم لوړوالی راغلی دی. د دغه ولایت ټولنیز فعالان له سوداګرو او هټۍوالو غواړي، چې د بیو د لوړېدو پر ځای دې، د روژې مبارکې میاشتې په خاطر نرخونه راښکته کړي. د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د نرخونو د کنټرول ډاډ ورکوي. د دغه ریاست مسوولین وايي، چې د څو ادارو جوړ یو ګډ کمېسیون د ښار بېلابېلو څنډو کې څارنه کوي.