د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ځمکې د لېږد بهیر دوام لري. د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ویلي، د سرپرست حکومت د مشر د فرمان لمخې په هر ولایت کې د صنعتي پارکونو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې کیږي. بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره په ټول هېواد کې ۱۶۰ زره جریب ځمکه ځانګړې شوې ده. د دغه وزارت ویاند له پانګوالو او سوداګرو غواړي ځمکې وپېري او د افغانستان د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي. د کانونو او صنایعو خونه د ځمکې وېش او د انرژۍ برابرېدل د صنعتکارانو لپاره بنسټيزې اړیتاوې ګڼي او ټینګار کوي چې باید ژر تر ژره د ځمکې د وېش بهیر پیل شي.