د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بیهقي له لوري د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په کابل کې د کتابونو یو اوونیز نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې د څه باندې سلو خپرونکو له لوري د بېلابېلو برخو زرګونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي. هغه کتاب خپرونکي چې په دغه نندارتون کې یې خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي، هم خوښ او راضي ښکاري. د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به تر پنځو نورو ورځو د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.