د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عبدالمجید ابوذر ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو ۱۵ سایټونه جوړ شي. نوموړي ویلي، چې دا مخابراتي سایټونه د فراه په لرې پرتو ولسوالیو کې جوړېږي. د هغه په خبره، د دې سایټونو جوړول به ۱۰۵ ملیونه افغانۍ لګښت ولري. د معلوماتو له مخې اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۲۵ مخابراتي فعالیت کوي.