د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د فبرورۍ په ۲۸ مه د دغه هېواد د ملي امنيت په تړاو د مطالعې ۱۹ مه غونډه ترسره کړه.
د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او د غونډې له ګډونوالو څخه يې وغوښتل چې د ملي امنيت د پیاوړي کولو، د ټولنې د منظمولو او اغېزمنه توګه د اداره کولو او د خلکو د راضي کولو په برخو کې زياتې هڅې وکړي او د هېواد د ملي امنيت سویه لا لوړه کړي.
په ياده غونډه کې د چين د جنوب لوېديځ د سياسي علومو او قانون پوهنتون مرستيال رئیسې او پروفیسورې لي يان د ملي امنيت په تړاو د کارونو وړانديزونه وکړل.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړو ياد وړانديزونه په دقت واورېدل او بحث يې پرې وکړ.