د چين د احصائيې ملي ادارې د فبروۍ په ۲۸مه نېټه په ۲۰۲۴م کال کې د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه د ارقامو راپور خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي، د ابتدايي احصايې له مخې چين په همدې کال کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده موخې او دندې پوره کړې او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې ۱۳۴ تريليونه، ۹۰۴ ميليارده او ۴۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د وړم ۲۰۲۳م کال په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي.
په ۲۰۲۴م کال کې د چين د غلو دانو عمومي حاصلات ۱۴۱۳ ميلياردو ټنو ته رسېدلی، چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
په چين کې د نويو صنايعو سالم پرمختګ ښودل شوی او نوې او پرمختللې ټېکنالوژۍ په ډېرو برخو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. په ۲۰۲۴م کال کې د لويو توليدي تصديو په توليدي اندازه کې د لوړې ټېکنالوژۍ د صنعتي تصديو د توليدي اندازې ونډه ۳/۱۶ سلنې ته لوړه شوې ده.
په ۲۰۲۴م کال کې د چين د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۸/۴۳ تريليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم نوی ريکاډ جوړ کړی. دغه راز چين په مسلسلو اتو کلونو کې د نړۍ د مالونو د لومړی لوی تجارتي هېواد مقام ساتل دی.