د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې د دايمي کميسيون لسمه غونډه د مارچ په لومړۍ نېټه تر سره شوه او پرېکړه وشوه چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې درېيمه غونډه به د مارچ په ۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي.
د دغې کمېټې د درېيمې غونډې عمده اجنډا دا وه چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د دايمي کمېسيون کاري راپور او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې له دوهمې غونډې څخه تر اوسه پورې د وړانديزونو کاري راپور واورېدل شي، د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرس په درېيمه غونډه کې ګډون وشي او د حکومت کاري راپور او د نورو برخو کاري راپورونه واورېدل شي.
دیادونې وړ ده چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې د درېيمې غونډې مطبوعاتي غونډه به د مارچ په ۳مه نېټه د چين د خلکو په لوی تالار کې تر سره شي.