د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار ولایت کې د څه باندې ۲۹میلیونه افغانیو په لګښت د يوې پروژې چارې پیل شوې دي. د ياد وزارت د مالوماتو له مخې؛ د کندهار د لوړ میوند ولسوالۍ په قبات کلي کې د یوه کانال، استنادي دېوال، اته پلګوټو او د اوبو د دوو لویو او وړو کنټرولي دروازو د جوړولو پروژې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه ۱۸۲ زره افغانیو په لګښت پيل شوې. ياد کانال د ۷ کیلومتره او استنادي دېوال د ۶۳ متره په اوږدوالي جوړېږي او چارې به یې د اته میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. سرچینې ویلي، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د ویجاړېدو او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوی ترڅنګ، د کرنې په برخه کې د خلکو ستونزې به هوارې شي.