د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کميټې ۱۰مه غونډه د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس وانګ هو نينګ د دې غونډې د پای مراسمو مشري وکړه او يوه وينا يې وکړه.
وانګ هو نينګ وويل، له یو کال راهیسې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې د نوې زمانې لپاره د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو تر لارښوونې لاندې په پوره توګه د چين د کمونېست ګوند د ۲۰م ملي کانګرس او د ۲۰مې مرکزي کميټې د ۲مې او ۳مې عمومي غونډو روحيې پلې کړې او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو ۷۵مه کلیزه ولمانځله، د ګوند او هېواد مرکزي کارونو ته يې پاملرنه کړې او خپل مسؤليتونه يې په جديت سره تر سره کړي، د ګوند دسپلين يې زده کړی او په بېلا بېلو کارونو کې يې نوي پرمختګونه کړي دي.