د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د کرهڼې او کليوالو چارو وزير هان جون د يوراګوی د حکومت په بلنه د مارچ په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په پلازمېنې مونته ويديو کې د نوي ولسمشر يامندو اورسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ. اورسي د فبرورۍ په ۲مه نېټه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له هان جون سره وکتل.
هان جون نوموړي ته د رئيس شي سلامونه او نيکې وړاندې کړې او ويې ويل، چې دواړو هېوادونو د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۷ کلونو راهيسې د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ ساتلی او د مختلفو سياسي سيسټمونو او اقتصادي قواوو لرونکو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي، ګډ ژوند او همکارۍ نمونه يې جوړه کړې ده.
چين له يوراګوی سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له دغه هېواد سره د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي او لاتيني امريکې او آن نړيوالې ټولنې ته د پرمختګ ثابت او څرګند عوامل برابر کړي.