د بغلان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بورې فابریکه، چې له اوږدې مودې راهیسې بنده وه، تر بیا رغونې وروسته بیا فعاله او د تولید بهیر یې رسما پیل شوی دی. د بغلان والي د فابریکې د بیا پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا فابریکه د هېواد یوه ملي سرمایه ده او د فعالیت له بیا پیل سره به نه یوازې ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي، بلکې د هېواد اقتصاد ته هم وده ورکوي. د یادې فابریکې مسوولین بیا وایي د بورې دغه فابریکه کولی شي په ٢٤ ساعتونو کې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ ټنه بوره تولید کړي. د مسوولینو په خبره په دې کارخونه کې دا مهال ۶۰ کسان په مستقیم ډول او ۳۰۰ تنه په غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.