د کابل ښاروالۍ وايي، د روژې لپاره یې پر هټۍ والو نوې نرخ پاڼې وېشلې دي چې هیڅوک سرغړونه نه شي کولی. د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي، د نورو کلونو په څېر یې پر هټۍ والو نوې نرخ پاڼې وېشلي او پر بازار یې د څار لپاره ټیمونه ګومارلي دي. بارکزی د توکو بیو کې نسبي زیاتوالی د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت کمېدلو له امله ګڼي کابل کې هر کال دروژې په را رسېدو د توکو نرخونه پورته ځي او سږکال هم خلک له ورته حالت څخه اندېښنه لري. هېوادوال له اړوند ادارو پر بازارونو د څار غوښتنه کوي.