د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د درېیمې کلنۍ غونډې په تړاو مطبوعاتي ناسته د مارچ په څلورمې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه.
د ناستې وياند لو چنجيان د يادې غونډې د اجنډا او د ملي ولسي کانګرېس د کارونو په اړه د چيني او بهرني خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
نوموړي ويلي، د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس درېیمه کلنۍ غونډه به د مارچ د پنځمې نېټې په سهار پرانیستل شي او د همدې مياشتې د يولسمې نېټې په ماسپښین به پای ته ورسېږي، چې په بهیر کې به یې ۳ عمومي غونډې هم تنظیم شي.