د هانکانګ نان هوا ځاو باو ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د چين په جنوب کې د امریکا سوداګرۍ ټولنې د تېر کال د اکتوبر له ۱۱ مې د ډسمبر تر ۲۳ مې پورې د چين په جنوبي سيمه کې يې د هغو ۳۱۶ تصديو په اړه پلټنه وکړه چې د دوی غړيتوب لري.
دوی وايي، د پلټنې نتیجه ښيي چې په پورته ذکر شوي شمېر تصدیو کې ۳۴٪ امريکايي او ٪ ۱۴ اروپايي دي.
سرچینه دغه راز وايي چې پوښتل شوې تصدۍ پلان لري چې په چين کې يې له پانګونې څخه ۱۴ ميليارډه او ۵۹۰ ميليونه امريکايي ډالره ګټه ترلاسه کړې او غواړي په راتلونکو درېيو تر پنځو کلونو کې نورې پانګونې هم وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې خپلې چارې او بازاري ونډې پراخې کړي.
ياد شمېر د دې ټولنې د تېرې پلټنې د ورته شمېر په پرتله ٪ ۳۳.۱۸ زیاتوالی ښيي.
د پلټنې نتيجه همدارنګه ښيي، چې نږدې ٪ ۹۰ امریکايي تصدۍ په تېر کال کې په چين کې سوداګریزې ګټې ترلاسه کړې.
د پلټنې په راپور کې راغلي، چې په چين کې د بهرنيو تصديو د پانګونې لوی زياتوالی پر چيني بازار د هغوی د باور د بيا پيدا کېدو ښکارندويي کوي.