د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې دورې ملي کمېټې ۳مه غونډه د مارچ د ۴مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه او د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د دغه هېواد ګوندي او دولتي مشرانو د غونډې پرانیستلو په مراسمو کې شتون درلود.
د چين د خلکو د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې څه دپاسه ٢١٠٠ غړي په غونډه کې راغونډ شوي.
ګډونوال د اقتصاد، کولتور، ښوونې او چاپيريال ساتنې په شمول له ۳۴ ټولنو استازي دي او په غونډه کې د چيني شکله عصري کولو د موخو او کارونو د پرمخبيولو او خپلو دندو د پلي کولو په اړه يې خپل وړانديزونه کړي دي.