د اتلانو جام سیالیو ( چمپینزټرافي) په لړ کې هند استرالیا ته په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیداکړه. په دې لوبه کې اسټرالیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۶۵ منډو هدف ورکړی و. په ځواب کې یې هند د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۴ ویکټو په توپیر وګټله. دا چې هند پایلوبې ته لار پیداکړه؛ نو د اتلانو جام پایلوبه به هم د پاکستان پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د یادولو وړ ده، چې سبا ماسپښین یوه نیمه بجه به د اتلانو جام سیالیو دویمه نیمه پایلوبه د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ تر منځ ترسره شي.