په کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد د ۵۲ ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبډلو ټولو ورزشکارانو ته یې د عصریې د وېش بهیر پیل کړی دی. په دغه بهیر کې د ورزشکارانو د عصریې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د ملي لوبډلو ټول ورزشکاران به د یو کال عصریه ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده، چې دغه عصریه به د یوې ځانګړې کمېټې له لوري ورزشکارانو ته ووېشل شي، چې په لومړۍ ورځ یې د ۵ ورزشي فدراسیونونو (ووینام، پاورلفټنګ، فول رزم، سکی او زور خانه يي) ورزشکارانو ته وېشل شوې ده. په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس د سرپرست حکومت له مشرتابه او نورو مسولینو څخه مننه وکړه، چې د ورزشکارانو د عصریې په برخه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.